
ایکنانیوز د elmanshar.com له قوله راپور راکړ، دغه اسلامي ضد لاریون د امریکا د ټیکساس د کالین ولسوالۍ په پلینو ښار کې ترسره شو. په دې لاریون کې جېک لانګ د قرآن کریم یوه نسخه د خوک په خوله کې کېښودله او دا ئې یو لمسؤنکی عمل وباله، چې د مسلمانانو، د بشري حقوقو د فعالانو او نړیوالو څارونکو سخت غبرګونونه ئې راوپارول او په داخلی او بهرنئ کچه ئې پراخ خپګانونه رامنځته کړل.
لانګ په هغه ویډیو کې چې په ټولنیزو چینلونو او رسنیو کې خپره شوې، داسې ښکاري چې یو کوچنی خوک ئې په لاس کې نیولی او د قرآن یوه نسخه د هغه په خوله کې ده. هغه دا حیوان «د اسلام کمزوری ټکی» بولي او وایي: دا ستاسو کمزوری ټکی دی، مسلمانانو. مونږ به تاسو بېرته هغه ځای ته واستوو چې له کوم ځایه راغلي یاست، په داسې حال کې چې خوکونه به زمونږ په لاسونو کې وي او مسیح به زموږ په زړونو کې وي.»
لانګ دا اعتراض په پلینو کې وروسته له هغه تنظیم کړ چې له دې وړاندې یې ورته څو نور لاریونونه هم ترسره کړي وو، چې وروستی یې د میشیګان ایالت په ډیربرن ښار کې و. هغه دا کار د خپلو هغو فعالیتونو برخه بولي چې د ده په وینا د «امریکا د اسلامي کېدو» پر ضد دي.
فعالانو راپور ورکړی چې دا لاریون د اسلامي ضد تحریکوونکو شعارونو تر سیوري لاندې د پلانو ښاروالۍ ودانۍ پر لور روان و.
دې اقدام د ځایي ټولنې او د بشري حقوقو د ادارو سخت غبرګونونه راوپارول. دغو ادارو او اورګانونو دا عمل د مذهبي کرکې د پارولو هڅه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دا ډول کړنې د دین یا ټولنې په اړه هېڅ ډول کلتوري بحث ته ګټه نه رسوي.
دغې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم پراخ جنجالونه راوپارول. کاروونکو د ویډیو له شریکولو سره دا عمل ښکاره تحریک او د امریکا او د نړۍ د میلیونونو مسلمانانو د احساساتو سپکاوی وباله.
دا پېښه په داسې وخت کې شوې چې د امریکا په ځینو ایالتونو کې د اسلامي ضد اعتراضونو څپه مخ پر زیاتېدو ده. د مدني ټولنې کارپوهانو د دې له امله د مذهبي کرکې پر ضد د پوهاوي د زیاتولو او د تاوتریخوالي او کرکې د پارولو پر وړاندې د قوانینو د پیاوړتیا غوښتنه کړې ده.
https://iqna.ir/fa/news/4322752